ګردېز (پژواک) – د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري د راتوغول شوې یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند اخیستی او څلور نور یې ټپیان کړي دي. د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي چې دغه پېښه پرون (جمعه) د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ډنډپټان ولسوالۍ د شپولې خولې سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړې، دغه مرمۍ چې پر ماشومانو یې چاودنه کړې، د پاکستاني ځواکونو له لوري راتوغول شوې وه او ناچاودنه پاتې وه. هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوې کوچنۍ نجلۍ په ګډون څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
پکتیا کې د پاکستاني ځواکونو د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده
Sources
Afghan sources
پکتیا کې د پاکستاني ځواکونو د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده