د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي،په پکتیا ولایت کې یې ۲۸ لرغونې سیمې او دوه تاریخي ابدې موندلي او ثبت کړې دي. د طالب چارواکو په وینا، له دغو سیمو د کوشاني دورې مسي سکې او د خاورینو لوښو بېلابېلې ټوټې ترلاسه شوې دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن دوشنبه(د لړم پر ۱۱مه) ویلي، چې د لرغونپوهنې پلاوي یې د پکتیا په ۹ ولسوالیو او مرکز ګردېز کې ۲۸ لرغونې سیمې او دوه تاریخي ابدې موندلي او په رسمي ډول ثبت کړې دي. د طالبانو د لرغونپوهنې رییس سید ذبیحالله سادات وویل، له دغو نویو موندل شویو سیمو څخه بېلابېل تاریخي توکي، لکه د خاورینو لوښو ټوټې او د کوشاني دورې مسي سکې ترلاسه شوې دي. هغه زیاته کړه چې په دغو سکو کې ځینې یې د کوشانیانو د واکمنۍ د پنځم پاچا هویشکا له دورې سره مستقیم تړاو لري. د دغه پلاوي په وینا، د موندل شویو تاریخي سیمو او ابدو د کره دورو د لا ښه مالومولو لپاره نورو پراخو او مسلکي څېړنو ته اړتیا ده. دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو پر هغو تګلارو نیوکه کړې چې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او همداراز یې په امریکا کې دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته د خبریالانو د لاسرسي د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د بېپولې خبریالانو سازمان…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
پکتیا کې ۳۰ نوي تاریخي ځایونه موندل شوي