Summary: د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د «توان» سبک سیالۍ ترسره شوې. باختر اژانس د خبر له مخې، په دغو سیالیو کې د پکتیکا، پکتیا، غزني، زابل، کندهار، لوګر، ننګرهار او کابل ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی و. د سیالیو په پایله کې، پکتیکا لومړی، پکتیا دویم او لوګر درېیم مقام خپل کړ. د یادونې وړ ده چې یادو سیالیو غوره لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې دي.
Quick facts
LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-10-04 17:47:36
Timeline
-
Bakhtar
پکتیکا کې د اتو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-10-04 13:07:52
پکتیکا کې د اتو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې