Summary: د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده. د یاد ریاست رئیس رحمتالله محق باختر اژانس ته ویلي، چې د دواړو کورنیو ترمنځ دغه دښمني شاوخوا ۵۰ کاله دوام درلود، چې په ترڅ کې یې دواړو لوریو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو.نوموړي زیاته کړه، چې د ځایي مسوولینو، د یاد ریاست د محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د منځګړیتوب او هڅو په پایله کې دواړه لوري سره پخلا او دښمني یې پای ته ورسېده.ورته مهال، دواړو پخلا شویو لوریو د روغې جوړې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به په خوښۍ، ورورولۍ او سولهییزه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.د یادونې وړ ده، چې د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ اړوند په بانډول کلي کې هم د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه دښمني، چې دواړو لوریو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه، د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو پای ته رسېدلې ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
پکتیکا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده