افغانستانامنیتپښتوپکتیکا

پکتیکا کې د سرو زرو موندلو په موخه د قبرونو سپړلو په تړاو… — Pajhwok

روان خبرSecurityپکتیکا1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-05 05:17:02🎙 راډیو واورئ

ښرنه (پژواک)- د پکتیکا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې یې څلور کسان د سرو زرو موندلو په موخه د قبرونو سپړلو پر مهال نیولي دي. د پکتیکا امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د ښرنې ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د مسواس په سیمه کې د قبرونو د سپړلو پر مهال نیول شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې له نیول شویو کسانو یو “اډروېټ ماشین”، یو کولنګ، د خاورو پاکولو یوه اله، یو موټر، څلور موبایل ټیلیفونونه او یو شمېر نور اړوند وسایل هم ترلاسه شوي دي.

لنډ معلومات

ځایپکتیکا
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-05 05:17:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پکتیکا کې د سرو زرو موندلو په موخه د قبرونو سپړلو په تړاو څلور کسان نیول شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-05 09:43:33

پکتیکا کې د سرو زرو موندلو په موخه د قبرونو سپړلو په تړاو څلور کسان نیول شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button