Summary: د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه او د ګیان او مټاخان ولسوالیو کې د افغانستان د راتلونکو نسلونو موسسې (FGA) په همکارۍ یو شمېر لویې او کوچنۍ کرنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ریاست رئیس مولوي لعل محمد ګوهر باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې دغه پروژې د ۲۶۱ زره او ۲۳۱ امریکایي ډالرو په لګښت پلې شوې دي، چې پکې د اوبو د مدیریت او کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره د استنادي دېوالونو، چک ډیمونو او اوبو زېرمه کولو حوضونو جوړول شامل دي.نوموړي زیاته کړې، چې د دغو پروژو په ترڅ کې ۱۲ کیلومتره سړک هم هوار شوی او د چاپېریال ساتنې او کرنیزې ودې په موخه ۱۵۸۰ جلغوزي نیالګي هم کېنول شوي دي.نوموړي زیاته کړه، چې یادې پروژې د اوو میاشتو په موده کې بشپړې شوې، چې په بشپړېدو سره به یې د کرنې د پراختیا، د اوبو سرچینو د مدیریت، د خلکو اقتصادي پیاوړتیا او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مثبت اغېز ولري.هغه ټینګار کړی، چې د کرنیزو زیربناوو پراختیا د بزګرانو ملاتړ او د سیمې اقتصادي ودې لپاره مهمه ده او هڅې روانې دي، څو په دې برخه کې نورې پروژې هم پلې شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پکتیکا کې د شاوخوا ۲۶۱ زره ډالرو په لګښت کرنیزې پروژې بشپړې شوې
Sources
Afghan sources
پکتیکا کې د شاوخوا ۲۶۱ زره ډالرو په لګښت کرنیزې پروژې بشپړې شوې