افغانستانامنیتدریکندهار

پکتیکا کې د ناقانونه کيندنو په تور اته کسان نیول شوي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-26 10:54:32🎙 رادیو را بشنوید

ښرنه (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د پکتیکا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په شخیل‌اباد ولسوالي کې د قیمتي او تاريخي توکو موندلو لپاره د ناقانونه کيندنو په تړاو اته کسان نیول شوي دي. د پکتیکا امنیې قوماندانۍ نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان د شخیل‌اباد ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت د کشفي او امنیتي اقداماتو په ترڅ کې نیول شوي دي. سرچینې زیاته کړې، د معلوماتو له مخې، نیول شوو کسانو په یاده ولسوالي کې د ځمکې لاندې د احتمالي خزانو او قیمتي فلزاتو موندلو لپاره له ځانګړو وسایلو کار اخیست. د خبرپاڼې له مخې، له نیول شوو اتو کسانو درې د پکتیکا او پنځه نور د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي دي. امنیه قومانداني وایي، له دغو کسانو د ځمکې لاندې فلزاتو او احتمالي خزانو موندلو لپاره کارېدونکي کشفي او فلز موندونکي وسایل، څو انتنونه، کنټرولي بکسونه، کېبلونه او نور برېښنايي ملحقات ترلاسه شوي دي. سرچینه زیاتوي چې له نیول شوو کسانو سره یو شمېر مخابراتي وسایل (واکي ټاکي) هم ترلاسه شوي دي. د پکتیکا امنیه قومانداني وایي، د سیمې د امنیت، د خلکو د شتمنیو ساتنې او د ناقانونه کیندنو او ورته فعالیتونو د مخنیوي لپاره به خپلو کشفي او امنیتي هڅو ته دوام ورکړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان او ترلاسه شوي وسایل د…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-26 10:54:32

خط زمانی

  1. Pajhwok

    پکتیکا کې د ناقانونه کيندنو په تور اته کسان نیول شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-26 15:23:14

پکتیکا کې د ناقانونه کيندنو په تور اته کسان نیول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button