Summary: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند د کوټوالو په سیمه کې د ۹۳ میلیونه ۲۸۵ زره افغانیو په لګښت د ۶۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت یوه سړه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې د دې سړې خونې جوړېدل د پکتیکا د کرنې او کروندګرو د ملاتړ په برخه کې مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې وزارت به د خپلې بودجې او امکاناتو په چوکاټ کې په دغه ولایت کې د اوبو مدیریت، شنو خونو او سړو خونو جوړولو، د مالدارۍ پراختیا او ساتنې ته لومړیتوب ورکړي او د پکتیکا کرنیزو محصولاتو ته به په نړیوالو بازارونو کې د بازارموندنې هڅې وکړي. ورته مهال، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان وویل، چې د دې سړې خونې د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال دغه ځمکه شاړه وه؛ خو اوس پرې د خلکو د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې لپاره یو مهم ځای جوړ شوی دی. نوموړي د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې د خلکو او حکومت ګډه همکاري مهمه وبلله. ورته مهال د پکتیکا والي ملا مهرالله حماد وویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د اسلامي امارت بېلابېلو ادارو خلکو ته پراخ خدمتونه وړاندې کړي. نوموړي د پکتیکا پراخو کرنیزو ځمکو ته په کتو، د ورته نورو پروژو د پلي کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ. په پای کې د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي لعل محمد ګوهر وویل، چې دغه سړه خونه پر شپږ جریبه ځمکه د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، دغه سړه خونه د برېښنا او نورو اړینو اسانتیاوو په لرلو سره د ۲۴ ډوله مېوو او سبو د ساتنې وړتیا لري.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پکتیکا کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت سړه خونه جوړه شوه
Sources
Afghan sources
پکتیکا کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت سړه خونه جوړه شوه