Developmentافغانستانپښتوپکتیکا
پکتیکا کې لسګونه بندیان له دیني زده کړو فارغ شول — Bakhtar
Summary: د پکتیکا د مرکزي بندخونې مسوولین وایي چې د یادې بندخونې ۲۰ تنه زندانیان له یو کلنو دیني زده کړو فارغ او سندونه ورکړل شول. د یاد زندان امر مولوي احسان الله صلاح الدین وویل، چې یادو کسانو د فقهي او عقیدوي کتابونو زده کړې ترلاسه کړې دي.د نوموړي په وینا، په یاده بندخونه کې ګڼ شمېر نور بندیان هم په زده کړو بوخت دي چې له ډلې یې ۲۰ تنو درې سیپارې حفظ کړې دي.فارغانو د مسوولینو دا اقدام ستایلی او ویلي یې دي، چې د اصلاح په برخه کې شته اسانتیاوې دې لا ډېرې شي.د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم له یادې بندخونې له ورته زده کړو څخه ۳۰ تنه زندانیان فارغ شوي دي.
لنډ معلومات
ځایپکتیکا
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-09-02 13:17:13
مهالوېش
-
Bakhtar
پکتیکا کې لسګونه بندیان له دیني زده کړو فارغ شول