DiplomacyKabulافغانستانپښتو

پکتیکا کې څه باندې ۱۵ زره جریب ځمکه دولتي تثبیت شوه — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-21 07:12:14🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي چې د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې څه باندې ۱۵ زره جریب ځمکه د اختصاصي محکمې د پرېکړې له مخې امارتي تثبیت شوې ده. عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ زره او ۲۷ جریب ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده. سرچینه زیاتوي، دا ځمکه د یوسف‌خېلو ولسوالۍ د میست کلي په اووه کیلومترۍ کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع ارزولې وه. خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د یادې ځمکې دوسیه‌ په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه. سرچینې لیکلي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې اروزنې او له اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۱۵ زره او ۲۷ جریبه کېږي، بلندآبه او امارتي ملکیت دی. عدلیې وزارت ویلي،…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-21 07:12:14

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پکتیکا کې څه باندې ۱۵ زره جریب ځمکه دولتي تثبیت شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-21 11:35:37

پکتیکا کې څه باندې ۱۵ زره جریب ځمکه دولتي تثبیت شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button