Summary: د مخابراتو وزارت په مالي لګښت په پکتیکا ولایت کې د سلام مخابراتي شرکت ۲۷ مخابراتي سایټونه منظور شوي و، چې اوس ټول نصب شوي او فعال انټرنیټي او غږیز خدمات لري. د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي محمد انور قیام باختر اژانس ته ویلي، چې د یادو سایټونو له جملې څخه وروستی یو د تروې په ولسوالۍ کې فعاله شوی دی.د نوموړي د مالوماتو پر بنسټ، اوسمهال د پکتیکا ټولو ولسوالیو کې مخابراتي اسانتیاوې برابرې او ولسونه فعالو انټرنیټي او غږیزو اسانتیاوو ته لاسرسی لري.سرچینې زیاته کړې، چې د یاد ولایت لرې پرتو ولسوالیو ته د (ټي ډي اف) یوولسمې پروژې اړوند ۱۲ نور نوي سايټونه هم منظور شوي، چې نږدې راتلونکي کې به یې چارې پیل شي.
اطلاعات کوتاه
مکانپکتیکا
موضوعPolitics
منابع1
بهروزرسانی2026-09-08 14:12:05
خط زمانی
-
Bakhtar
پکتیکا کې ۲۷ نوي مخابراتي سایټونه فعاله شوي