Summary: د پکتیکا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ په شاطوري او خنجکو کلیو کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د ملاتړ په موخه ۸ شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي لعلمحمد ګوهر ویلي، چې دغه شنې خونې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د یو میلیون ۱۶۰ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې هره شنه خونه ۱۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري. د نوموړي په وینا، د دغو شنو خونو په جوړېدو سره به کرنیز تولیدات زیات، د بزګرانو اقتصاد پیاوړی او د موسمي محدودیتونو اغېزې کمې شي.
لنډ معلومات
ځایپکتیکا
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-04 01:27:07
مهالوېش
-
Bakhtar
پکتیکا کې ۸ شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې