EconomyEnglishKabulافغانستان

کابل او بیجینګ په رسنیز ډګر کې همکاري پراخوي — Bakhtar

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-12 19:12:17🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان د دولتي او خصوصي رسنیو یوه ګډ پلاوي د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په مشرۍ د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې، یاد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د شانګهای، شي‌ان او اورومچي ښارونو له یو شمېر تاریخي، فرهنګي، رسنیزو، صنعتي او سیاحتي مرکزونو لیدنه کړې.دوی همدا راز د چین د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر مسوولینو سره په کتنو کې د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او په ځانګړي ډول د رسنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.د افغان پلاوي مشر حافظ ضیاء احمد تکل په یادو کتنو کې ویلي، افغانستان او چین د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ تاریخي اړیکې لري. نوموړي د دواړو هېوادونو د رسنیو ترمنځ د ګډو پروګرامونو، مسلکي روزنو، د تګ راتګ، رسنیزو همکاریو او مستقیمو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.ورته مهال چینايي لوري هم رسنۍ د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د متقابل پوهاوي، دوستۍ او باور د پیاوړتیا مهم پُل بللی او د افغان او چینايي خبریالانو د متقابلو سفرونو او رسنیزو همکاریو د پراختیا هرکلی یې کړی دی.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان خبریالانو او د رسنیو استازو چین ته سفر کړی و.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-12 19:12:17

Timeline

  1. Bakhtar

    کابل او بیجینګ په رسنیز ډګر کې همکاري پراخوي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-12 11:26:48

کابل او بیجینګ په رسنیز ډګر کې همکاري پراخوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button