Kabulافغانستانامنیتدری

پیرو له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-02 05:12:14🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۱ وږي ۱۴۰۵): د پیرو حکومت د ایران پر ځینو سیاستونو له نیوکو کړي، وایي له تهران سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي، خو قونسلي اړیکې به یې دوام ولري؛ تهران تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د ایران د سیاستونو په اړه مطرح شوې ادعاوې رد کړې دي. د پیرو رسمي خبري اژانس «اندینا» نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې دا پرېکړه د هغه څه پر بنسټ شوې چې «سولې ته د پیرو تاریخي ژمنتیا، نړیوالو قوانینو ته درناوی او د ډیموکراسۍ دفاع» بلل شوي دي. د پیرو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي اړیکو د پای ته رسېدو په معنا نه دي او قونسلي خدمتونه به د ۱۹۶۳ کال د ویانا کنوانسیون له مخې دوام ولري. د دغه وزارت په وینا، یاده پرېکړه د یوه ډیپلوماتیک یادښت له لارې په اکوادور کې د ایران سفارت ته سپارل شوې چې په ورته وخت کې د پیرو لپاره هم د ایران ډیپلوماتیک ماموریت پر غاړه لري، او له همدې لارې تهران ته رسول شوې ده. د پیرو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې دا هېواد د منځني ختیځ وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې د اغېزو په…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-02 05:12:14

خط زمانی

  1. Pajhwok

    پیرو له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-02 09:39:48

پیرو له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button