DiplomacyEnglishKabulافغانستان

پیرو کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو له امله اته پوځیان مړه شوي — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-28 06:37:03🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، په پیرو کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو له امله اته پوځیان مړه شوي او یوازې پیلوټ یې ژوندی پاتې شوی دی. رویټرز خبري اژانس د پیرو د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه) د دغه هېواد سانابامبا سیمې ته څېرمه شوې ده. د راپور له مخې، یاده چورلکه د یوې پوځي ګزمې پر مهال لوېدلې ده. په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې د پیرو د هوايي ځواک پنځو او د ځمکني پوځ درېیو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې لیکلي چې د دې پېښې یوازینی ژوندی پاتې شوی کس د چورلکې پیلوټ دی چې د درملنې لپاره د پیرو پلازمېنې لیما ته لېږدول شوی دی. د راپور له مخې، د پیرو دفاع وزارت ویلي چې د دغې چورلکې د لوېدو لامل تر څېړنې لاندې دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-11-28 06:37:03

Timeline

  1. Pajhwok

    پیرو کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو له امله اته پوځیان مړه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-28 11:03:27

پیرو کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو له امله اته پوځیان مړه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button