د بېپولې ډاکټرانو نړیوالې بشري ادارې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې زرګونه افغانان د نیول کېدو، د عاید له لاسه ورکولو او له پاکستان څخه د ایستل کېدو له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي. د ټريبيون ورځپاڼې د راپور له مخې، پوليس افسر (ډي ایس پي) مرید بګټي هغه مهال ووژل شو کله چې وسله والو کسانو د سې شنبې په ماښام په خټه چوکۍ په سیمه کې د ګزمې پر مهال د هغه د پولیسو پر موټر ډزې وکړې. د بلوچستان ايالتي وياند بابر يوسفزي ويلي، د بارکهان د پوليسو مشر مرید بګټي په مېړانه د وسله والو مقابله کړې او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. په راپور کې زياته کړل شوې، په یوه بله پېښه کې، ناپېژانده وسله والو د کېچ ولسوالۍ په مرکز تربت کې د اوو کارګرانو موټر ودرولی، بریدګرو د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ اوسېدونکی جاوید خان په ډزو وژلی او پاتې شپږ کارګران یې تښتولي، په تښتول شویو کارګرانو کې څلور د پنجاب او دوه د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وو. د دې پېښې په جریان کې، یو لاروی د پولیسو او وسله والو ترمنځ په نښته کې د ښکېل کېدو له امله هم وژل شوی دی. د راپورونو له مخې، په خضدار سیمه کې څلور نور کسان هم ناپېژانده…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
بېپولې ډاکټران: د نیول کېدو وېرې افغان کډوال له روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي
سرچینې
Afghan sources
بېپولې ډاکټران: د نیول کېدو وېرې افغان کډوال له روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي