د خیبر پښتونخوا عالي محکمې له پاکستانه د اتو افغان ډاکټرانو د ایستلو مخه نیولې او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې د محکمې تر بل حکم پورې په خپلو روغتونونو کې عملي طبي زدهکړو ته دوام ورکړي. محکمې د ۲۰۲۶ کال د ۱۶۴۸۰ شمېرې عریضې د اورېدنې پر مهال د غوښتونکو په ګټه لنډمهالی حکم صادر کړی او اړوندو لورو ته یې دوه اوونۍ وخت ورکړی چې خپل ځوابونه وړاندې کړي.د محکمې د حکم له مخې، د غوښتونکو د ایستلو بهیر به تر بلې پرېکړې ځنډول شوی وي او هغوی کولای شي په خپلو اړوندو روغتونونو کې خپلې عملي طبي زدهکړې بشپړې کړي.د راپورونو له مخې، د غوښتونکو وکیل ابراهیم نور مغل د اورېدنې پر مهال محکمې ته حاضر شوی و. محکمې ویلي، چې د همدې موضوع په اړه یوه بله عریضه، چې ۱۵۸۴۲ شمېره لري، هم له مخکې تر غور لاندې ده او دواړه عریضې یې سره یوځای کړې دي.دا قضیه وروسته له هغې مطرح شوې چې د ایوب مېډیکل کالج اته افغان ډاکټرانو هم د خپلو ستونزو د حل لپاره محکمې ته مراجعه کړې وه.د افغان محصلانو د پخواني مشر غبرګونپه پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې پخواني مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د خیبر پښتونخوا عالي محکمې پرېکړه د افغان محصلینو لپاره ښه خبر دی، ځکه د زدهکړو د دوام او عملي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
پېښور محکمې د اتو افغان ډاکټرانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله
منابع
Afghan sources
پېښور محکمې د اتو افغان ډاکټرانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله