EnglishKabulافغانستانامنیت

څو تنه ردمرز شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شول — Bakhtar

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-22 13:22:08🎙 Listen to radio

Summary: د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو او همغږۍ څلورتنه ردمرزي ماشومان، چې د افغانستان اسلامي امارت د امنیتي منسوبینو له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته سپارل شوي وو؛ د وزارت له لوري تر لنډې مودې ساتنې او سرپرستۍ وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یاد ماشومان نورمحمد د عبدالله زوی، د بغلان ولایت د مرکزي ولسوالۍ اوسېدونکی؛ سید نذیر د سید وزیر زوی، د لوګر ولایت اوسېدونکی؛ حفیظ ‌الله د همیشه‌ګل زوی، د پکتیا ولایت اوسېدونکی او احمد ساحل د فقیرجان زوی د کابل ولایت اوسېدونکی دي.خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي، ترڅو ورک شوي، ردمرزي او پر شاقه کارونو بوخت ماشومان تر موندل کېدو وروسته تر خپلې مؤقتي سرپرستۍ لاندې ونیسي، د هغوی د خوندیتوب لپاره لازم شرایط برابر کړي او بېرته یې خپلو کورنیو ته وسپاري.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-22 13:22:08

Timeline

  1. Bakhtar

    څو تنه ردمرز شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-22 10:18:44

څو تنه ردمرز شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button