DevelopmentKabulافغانستاندری

چین دې د کابل ـ اسلام‌اباد ترمینځ منځګړیتوب کښې رول ولوبوي

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-24 09:20:35🎙 رادیو را بشنوید

د «مادرن ډیپلوماسي» نشریې په یوه راپور کې ویلي چې چین کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره د منځګړو د هڅو د ملا تیر په توګه معرفي شي. د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، «مادرن ډیپلوماسي» نشریې وړاندیز کړی چې چین دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره د قطر، ترکیې او سعودي عربستان د هڅو د اصلي همغږي کوونکي په توګه وټاکل شي. دې نشریې ویلي چې د یوه واحد چوکاټ او اغېزناک میکانیزم نشتوالی لامل شوی چې د دغو هېوادونو هڅې، سره له دې چې د کړکېچ په کمولو کې یې مرسته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د بنسټیز هواري لامل نه شي. ۸صبح ورځپاڼه لیکي چې د چین ځانګړي استازي ټاکل شوې وه چې څو هېوادونو ته سفر وکړي او د افغانستان، پاکستان او انقرې له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل‌لارې د موندلو په موخه هڅې وکړي. د دې رسنۍ په وینا، د چین پخوانۍ هڅې د دې لامل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ، که څه هم کمزوری، اوربند لاسلیک شي. خو دغه اوربند ډېر دوام ونه کړ او دواړه لوري تر اوسه څو ځله له یو بل سره ښکېل شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-24 09:20:35

خط زمانی

  1. Parstoday

    چین دې د کابل ـ اسلام‌اباد ترمینځ منځګړیتوب کښې رول ولوبوي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-24 09:01:31

چین دې د کابل ـ اسلام‌اباد ترمینځ منځګړیتوب کښې رول ولوبوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button