افغانستانامنیتدری

ډبليو اف پي: په افغانستان کي د لومړنیو توکو بیې لوړي سوي دي — Dw

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-12 11:36:56🎙 رادیو را بشنوید

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اف پي) یو نوی راپور ښيي چي که څه هم په افغانستان کي د اکتوبر مياشتي په لومړۍ اونۍ کي د خوراکي توکو په بیو کي د تېرې اونۍ په پرتله لږ بدلون راغلی، خو د ډېرو اړینو توکو بیې د تېر کال په پرتله لوړي سوي دي. د دې راپور له مخي، د تېر کال په پرتله د غنمو، اوړو، وریجو، غوړيو، بورې او مالګي بیې لوړي سوې دي. په ورته وخت کي د سون توکو او کیمیاوي سرو د بیو لوړوالي د خوراکي توکو د تولید، لېږد او رسولو لګښتونه زیات کړي دي. په نړۍ کي د بحرانونو دوام، په ځانګړې توګه پر ایران د امریکا او اسرائيل جګړه، چي د هرمز تنګي له لاري یې د نفتو بهیر ګډوډ کړی دی، په ټوله نړۍ کې د بیو د لوړېدو لامل سوي دي. خو په افغانستان کي د بیو لوړوالی، هغه هيواد چي شاوخوا نیمايي نفوس یې بشري مرستو ته اړتیا لري، د خلکو پر ورځني ژوند خورا سخت اغېز کوي. د طالبانو تر کنټرول لاندي افغانستان له اقتصادي بحران او بانکي بندیزونو سره مخ دی او له بله اړخه، د طالبانو ادارې او پاکستان د ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ سرحدي لاري تړل سوي او سوداګري مختل سوې ده. په دې سره افغان بزګرانو د صادراتو اصلي لاره…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-12 11:36:56

خط زمانی

  1. Dw

    ډبليو اف پي: په افغانستان کي د لومړنیو توکو بیې لوړي سوي دي

منابع

External sources

DwPS
2026-10-12 11:32:16

ډبليو اف پي: په افغانستان کي د لومړنیو توکو بیې لوړي سوي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button