KabulPoliticsافغانستانپښتو

ډیموکراټانو د امریکا په سنا جرګه کې اکثریت ترلاسه کړ — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-04 06:17:01🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د امریکا ډیموکراټ ګوند په منځ‌مهاله ټاکنو کې د جمهوري‌غوښتونکو د ۴۰ څوکیو پر وړاندې د لږ تر لږه ۵۱ څوکیو په ګټلو سره د سنا جرګې اکثریت ترلاسه کړ او جمهوري‌غوښتونکو په دې جرګه کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ. سي‌بي‌اېس خبري شبکې نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې دغه پایله کولای شي په واشنګټن کې د واک انډول بدل کړي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاسي پروګرامونو د پلي کولو او دولتي چارواکو د ټاکلو وړتیا له محدودیتونو سره مخ کړي. د راپور له مخې، ډیموکراټانو په دغو ټاکنو کې په یو شمېر هغو ایالتونو کې بریا خپله کړې چې په دودیز ډول د جمهوري‌غوښتونکو د ملاتړ مرکزونه بلل کېږي. په دغو بریالیو نوماندانو کې په ایووا کې جاش تورک، په کانزاس کې اډم همیلټن، په ټکساس کې جېمز تالاریکو، په سویلي کارولینا کې اني انډریوز، په اوهایو کې شېراد براون او په شمالي کارولینا کې روی کوپر شامل دي چې د سنا جرګې ته یې لار موندلې ده. بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو مخکې له سي‌بي‌اېس سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي وو چې که ډیموکراټان د کانګرېس اکثریت ترلاسه کړي، نو دی به د هغوی د طرحو د تصویب د مخنیوي لپاره د خپل ویټو له حق څخه کار واخلي. هغه د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-04 06:17:01

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ډیموکراټانو د امریکا په سنا جرګه کې اکثریت ترلاسه کړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-04 10:45:33

ډیموکراټانو د امریکا په سنا جرګه کې اکثریت ترلاسه کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button