کابل (پژواک) – د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې ښيلاسي بېاسناده موټرو ته د سټېکرونو د وېش بهیر نن له کابل پرته په ۳۳ ولایتونو کې پیلېږي او مالکان یې مکلف دي چې د خبرتیا له خپرېدو وروسته په یوه اونۍ کې خپل موټر د ثبت لپاره اړوندو ولایتونو ولېږدوي. دغه وزارت نن (دوشنبه) پر خپله اېکسپاڼه یوه خبرتیا کې ویلي چې د دغو موټرو لپاره د سټېکرونو د وېش بهیر له نن څخه پیلېږي او مالکین یې مکلف دي چې د خبرتیا له خپرېدو یوه اونۍ دننه خپل موټر د ثبت او سټېکر ترلاسه کولو لپاره اړوندو ولایتونو ته ولېږدوي. په خبرتیا کې راغلي چې د ټاکلې مودې له پای ته رسېدو وروسته، له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د سټېکر یا ثبت شوې کیلي د لېږد اجازه نه لري. د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د داسې کوم مورد د لیدلو په صورت کې به موټر درول کېږي او چلوونکی به له خپل موټر سره یوځای د جنايي جرمونو د کشف او مبارزې لوی ریاست له لوري محکمې ته معرفي شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ښيلاسي بېاسناده موټرو ته د سټېکر ورکولو بهیر نن په ۳۳ ولایتونو کې پیل شو
منابع
Afghan sources
ښيلاسي بېاسناده موټرو ته د سټېکر ورکولو بهیر نن په ۳۳ ولایتونو کې پیل شو