ښځینه زدهکوونکې: د زدهکړو ممنوعیت «تاريخي ظلم» دی | آمو ټلویزیون — Amu TV
په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو پوره یو زر او اته سوه او څلور (۱۸۰۴) ورځې تېرېږي. یو شمېر زدهکوونکې دا محرومیت یو «تاريخي ظلم» بولي او وایي چې له ښوونځیو د پاتې کېدو له امله د هغوی راتلونکې مجهوله شوې او له مطلقې بېسرنوشتۍ سره مخ دي. مریم هغه مهال د نهم ټولګي زدهکوونکې وه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې. اوس پوره پنځه کاله کېږي چې هغه له زدهکړو بېبرخې ده؛ پنځه کاله له درس او هغو خوبونو لرې والی چې د خپلې راتلونکې لپاره یې لیدلي وو. هغه وایي چې دې بېسرنوشتۍ روحي او رواني ستونزو ته بېولې ده او نه پوهېږي چې راتلونکې به یې څه شي. د ښوونځي زدهکوونکې مریم وایي: «پنځه کاله کېږي چې له ښوونځي لرې پاتې یم؛ په دې موده کې د بېسرنوشتۍ له امله په روحي او رواني ناروغیو اخته شوې یو؛ ډېری نجونې په زوره ودونو ته مجبورې شوې. زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.» یو زر او اته سوه او څلور ورځې د ښوونځیو له تړل کېدو تېرېږي او له همدې امله په ملیونونو نجونې د زدهکړو له دوام، په ټولګیو کې له حضور او د خپلې راتلونکې له جوړولو محرومې پاتې دي. یو شمېر نجونې وایي چې اوږدمهاله کورناستۍ…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
ښځینه زدهکوونکې: د زدهکړو ممنوعیت «تاريخي ظلم» دی | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
ښځینه زدهکوونکې: د زدهکړو ممنوعیت «تاريخي ظلم» دی | آمو ټلویزیون