Kabulافغانستانامنیتدری

کابل؛ د بره کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک قیر چارې پیل شوې — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-27 16:57:29🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره د بره‌ کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک قیر چارې پیل شوې. کابل ښاروالۍ په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې پروژې لومړۍ برخه د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې پر لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالي سره تر ځمکې لاندې سړک جوړول دي، چې د قیر چارو تر بشپړېدو وروسته به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دې پروژې دویمه برخه له دهن‌باغ څلورلارې څخه د دويم پروان څلورلارې پر لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور او ۸ مترو په لوړوالي د یوه هوايي پله جوړول دي، چې اوسمهال یې د ګاډرونو د نصبولو چارې په وروستي پړاو کې دي او ټاکل شوې، چې‌ د ډک‌سلب (فرش) د پاتې برخې کانکریټ‌ کولو چارې یې هم ترسره شي. سرچينې زياته کړې، هڅې روانې دي څو د ځمکې لاندې سړک او هوايي پله د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې ان‌شاءالله بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-27 16:57:29

خط زمانی

  1. Bakhtar

    کابل؛ د بره کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک قیر چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-27 15:12:23

کابل؛ د بره کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک قیر چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button