EnglishKabulNewsافغانستان

کابل؛ د والي په لارښوونه یوه پلاوي د چهلستون تاریخي منار د غر… — Bakhtar

DevelopingNewsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-20 16:07:21🎙 Listen to radio

Summary: د کابل ولایت مقام د لارښوونې پر بنسټ د کابل ولایت د سکټوري کارپوه محمد اسلم مسعودي په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د چهلستون تاریخي منار ته تللی او د یادې سیمې د غر ښوېدنې په اړه یې تخنیکي ارزونه او له سیمې څخه لیدنه ترسره کړې ده. د یاد ولایت مقام رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د تخنیکي ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې د غر ښوېدنې د دوام او پراختیا په صورت کې، نه یوازې تاریخي منار، بلکې د غره په لمنه کې مېشتو کورنیو ته هم د زیان او جدي خطر احتمال شته.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې تخنیکي پلاوي د سیمې د ځمکپوهنیز وضعیت، د تېرو کلونو د کان‌ کیندنې، اورښتونو او زلزلو په ګډون یو شمېر عوامل د غر ښوېدنې له احتمالي لاملونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د غر ښوېدنې د پراختیا په صورت کې لاندې کورونه له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicNews
Sources1
Updated2026-09-20 16:07:21

Timeline

  1. Bakhtar

    کابل؛ د والي په لارښوونه یوه پلاوي د چهلستون تاریخي منار د غر ښوېدنې تخنیکي ارزونه ترسره کړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-20 10:56:20

کابل؛ د والي په لارښوونه یوه پلاوي د چهلستون تاریخي منار د غر ښوېدنې تخنیکي ارزونه ترسره کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button