Kabulافغانستانامنیتدری

کابل؛ د ټولنې په پرمختګ کې د خصوصي سکټور ونډه، داخلي علمي –… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-25 13:42:08🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بُست خصوصي پوهنتون له لوري، "د ټولنې په پرمختګ کې د خصوصي سکټور ونډه" تر عنوان لاندې داخلي علمي – څېړنیز کنفرانس نن په کابل کې ترسره شو. په دغه کنفرانس کې امارتي چارواکو، د پوهنتون استادانو، څېړونکو، او علمي او فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و.د دغه کنفرانس د ترسره کولو موخه، په ټولنیز، اقتصادي، علمي او صنعتي پرمختګ کې د خصوصي سکټور د ونډې علمي څېړنه، د شته ستونزو او فرصتونو پېژندنه او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره د عملي او علمي حل لارو وړاندې کول دي.د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د کنفرانس په پیل کې د بُست پوهنتون مؤسس احمد پوبل، د خصوصي سکټور پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: "د ټولنې پرمختګ او پراختیا یوازې د یوه بنسټ په هڅو نه ترسره کېږي، بلکې دا پرمختګ په هر اړخیز ډول د اسلامي امارت، پوهنتونونو، خصوصي سکټور او نړیوالو شریکانو ګډ کار، همغږي او متقابل باور ته اړتیا لري. خصوصي سکټور یوازې سوداګرۍ نه ده، بلکې د علمي پرمختګ، اقتصادي ودې، کارموندنې او نوښت مهم مټ هم دی. خصوصي پانګونه د تحصیلي ودې، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د صاداراتو د پياوړتیا، د بېکارۍ کچې د راټیټولو او د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره مهم فرصتونه رامنځته کوي."پوپل همدا رنګه د امارتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ د پياوړتیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د علمي کادرونو د هڅونې او د علمي او څېړنیزو پروژو د مالي ملاتړ په برخو کې یو لړ وړاندیزونه شریک کړل او په بېلابېلو برخو کې یې د څېړونکو د علمي او څېړنیزو مقالو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.وروسته، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د کنفرانس د ارزښت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: "له شک پرته د دغه شان کنفرانسونو جوړول؛ د څېړنې فرهنګ په پیاوړتیا، د علمي نظرونو په تبادلې او د پوهې او تجربې په نږديوالي کې ارزښتناک رول لري."هغه زیاته کړه چي خصوصي سکـټور د نورو سکټورونو ترڅنګ؛ یوازې یو اقتصادي سکټور نه دی؛ بلکې د هېواد د داخلي پرمختګ له مهمو شریکانو څخه او د اسلامي امارت یو پیاوړی او ځواکمن مټ دی. پر خصوصي سکټور پانګونه، کولی شي د تولید کچه لوړه کړي، کاري فرصتونه رامنځته، د کورنیو عواید زیات او د بازار د تحرک او اقتصادي فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي.دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې وویل: "په ننني عصر کې خصوصي سکټور په بېلابېلو برخو کې د نظامونو او حکومتونو ممد ثابت شوی او آن تر دې چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو چارې هم تر ډېره بریده د خصوصي سکټور له لوري پرمخ بېول کېږي."فراهي زیاته کړه چې اسلامي امارت په افغانستان کې خصوصي سکټور ته اسانتیاوې برابروي او خصوصي سکټور هم د اسلامي نظام ترڅنګ؛ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. نو اوس اړتیا ده چې ټول په یووالي او پیوستون سره په بېلابېلو برخو کې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړي.د کنفرانس په بهیر کې، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث امیرجان ثاقب او د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر؛ د یاد کنفرانس پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د پوهنتونونو او نورو علمي او څېړنیزو مرکزونو د رامنځته کولو اساسي موخه؛ باید د هېواد او هېوادوالو لپاره خدمت وي.د کنفرانس په وروستۍ برخه کې، د کابل والي ملا امین الله عبید، خصوصي سکټور ته د بشپړ امنیت د تامین او لازمو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ او پر پانګه والو او سوداګرو یې غږ وکړ چې را دې شي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د افغانستان په ابادۍ، پرمختګ او ځان بسیاینه کې ونډه واخلي.د یادونې وړه چې د یاد علمي – څېړنیز کنفرانس لپاره په بېلابېلو عنوانونو ۱۱۴ مقالې چمتو شوې وې چې له جملې څخه یې ۷۱ مقالې په کنفرانس کې د وړاندې کولو لپاره غوره شوې چې نن او سبا به د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-25 13:42:08

خط زمانی

  1. Bakhtar

    کابل؛ د ټولنې په پرمختګ کې د خصوصي سکټور ونډه، داخلي علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-25 13:16:06

کابل؛ د ټولنې په پرمختګ کې د خصوصي سکټور ونډه، داخلي علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button