HealthKabulافغانستاندری

کابل؛ څه د پاسه ۶۳ټنه بې کيفيته خوراکي او غير خوراکي توکي له… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-19 16:02:08🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار له بېلابېلو بازارونو څخه راټول کړل شوي ۶۳ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، له ښار څخه د باندې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول. له يادې ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو ۶۳ زره ۸۱۴ کیلو ګرامه توکو کې بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې، د ښار له بېلابېلو بازارونو څخه د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست او همکارو ادارو له‌ خوا راټول کړل شوي وو.سرچينې زياته کړې، چې په دې توکو کې شیدې، ملايي، بیسکویټ، غوړي، پنېر، د لوبیا او کبانو کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس، پفک، نوشابې، شامپو، صابون او د مینځولو توکي شامل وو.په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې له بازارونوڅخه به په منظمه توګه پلټنې او څارنې روانې وي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.کابل ښاروالۍ همدارنګه له پلورونکو څخه هم غوښتنه کړې، چې د تاريخ تېرو او بې کیفیته توکو له پلورلو څخه ډډه وکړي او ښاریان دې د توکو د مصرف نېټه او کیفیت په پام کې ونیسي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-19 16:02:08

خط زمانی

  1. Bakhtar

    کابل؛ څه د پاسه ۶۳ټنه بې کيفيته خوراکي او غير خوراکي توکي له منځه یوړل شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-19 11:16:33

کابل؛ څه د پاسه ۶۳ټنه بې کيفيته خوراکي او غير خوراکي توکي له منځه یوړل شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button