د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو د داعش ډلې د ځپلو په برخه کې د طالبانو د هڅو قدرداني کوي او ښايي په نږدې راتلونکي کې د طالبانو پلاوي روسیې ته سفر وکړي. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف ویلي چې کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي وروستی سفر په افغانستان کې له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې روسیې ته د طالبانو د پلاوو سفر د اړینو هوکړو پر ترلاسه کولو پورې تړلی دی او د دغه ډول سفرونو ترسره کېدل په بشپړ ډول شوني دي. د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي همداراز ویلي چې مسکو له کابل سره د منځنۍ اسیا د امنیت د ټینګښت په موخه خپلو امنیتي همکاریو ته دوام ورکړی او دغه همکارۍ هېڅکله نه دي درېدلې. کابلوف زیاته کړې چې طالبان هم په دې برخه کې ونډه لري او د داعش ډلې د ځپلو لپاره هڅې کوي، هغه اقدامات چې د نوموړي په وینا، روسیه یې قدرداني کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د داعش پر وړاندې مبارزه کولای شي روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د امنیتي ګواښونو د پراختیا مخه ونیسي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د نومبر په ۱۲مه کابل ته سفر کړی و…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
کابلوف: روسیه دداعش پر ضد د طالبانو مبارزې ستایي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
کابلوف: روسیه دداعش پر ضد د طالبانو مبارزې ستایي | آمو ټلویزیون