EnglishKabulافغانستانامنیت

کابل او د هېواد یو شمېر نور ولایتونه سختې زلزلې لړزولي — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-25 23:31:03🎙 Listen to radio

نن شپه په لسو بجو او ۱۴ دقیقو یوې نسبتاً سختې زلزلې ( د ریښتر په کچه ۵،۲ درجې) کابل او د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه لړزولي. د زلزلې مرکز د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ په ۵۹ کیلومترۍ کې ښودل شوی. تراوسه د کوم زیان راپور نشته. یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شویو ویډیوګانو کې ویلي، چې ځینې افغان کډوال تر څو اونیو بند او د ترکیې او ایران ترمنځ د پولې د دېوال په اوږدو کې له جبري کار وروسته، له ټپونو سره بېرته ایران ته شړل شوي دي. له دغو پناه‌غوښتونکو یوه کس ویلي، چې په چالدران سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپي افغانان شته چې د هغه په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له توقیف‌خونو څخه ایستل شوي دي. په لېږل شویو ویډیوګانو کې نږدې ۲۰ ځوانان لیدل کېږي چې تر دوو خېمو لاندې په کمپلو کې نغښتي دي. د ځینو بدنونه ټپیان او په وینو ککړ ښکاري او د ځینو پر مخونو هم ژور ټپونه لیدل کېږي. یو افغان کډوال وايي، شاوخوا درې اونۍ د ترکیې د سرحدي ځواکونو په بند کې و. د ده په وینا، نیول شویو کسانو ته کافي خواړه نه ورکول کېدل او په بېلابېلو لارو شکنجه کېدل. دغه کډوال ویلي، چې ځینې کسان یې په هغو خونو کې اچول چې سپي پکې ساتل…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-25 23:31:03

Timeline

  1. AF International

    کابل او د هېواد یو شمېر نور ولایتونه سختې زلزلې لړزولي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-25 19:24:16

کابل او د هېواد یو شمېر نور ولایتونه سختې زلزلې لړزولي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button