کابل ښاروالي: په پنځو کلونو کې ۵۰۰ کیلومتره سړکونه جوړ او ۴۰۰ کیلومتره… — Pajhwok
کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): کابل ښاروالي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې ۵۰۰ کیلومتره اصلي او فرعي سړکونه جوړ او ۴۰۰ کیلومتره نور بیارغولي، دا مهال پر ۱۶۶ سړکونو کار روان دی او د پروژو د پلي کېدو لپاره ۱۰ زره جایدادونه استملاک شوي دي. د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه اسلامي امارت یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شو او د واکمنۍ پنځه کاله یې پوره شول. په همدې موده کې کابل ښاروالۍ د ښار د پراختیا لپاره بېلابېلې پروژې پلې کړې دي. په پنځو کلونو کې ۵۰۰ کیلومتره نوي سړکونه جوړ شوي د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار او استازي نعمتالله بارکزي پژواک ته وویل چې ښاروالۍ په تېرو پنځو کلونو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د ماسټر پلان له مخې ۵۰۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي دي. هغه وایي: «۵۰۰ کیلو متره ټول نوي سړکونه دي، په دې کې اصلي او فرغي سړکونه شامل دي، په دې کې ۶۰ متره په پلنوالي سړکونه هم شته، ۳۰ متره سړکونه هم شته، ۲۰ متره سړکونه هم شته، ټول د ماسټر پلان سره مطابق جوړ شوي.» بارکزي د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې، په ۱۴۰۵ کال کې ۱۶۶ سړکونه تر کار لاندې دي. د کابل ښاروالۍ استازی وایي، ښاروالي د ځینو هغو لویو سړکونو د کابل ښار اړوند برخې هم جوړوي او پراخوي چې له پلازمېنې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
کابل ښاروالي: په پنځو کلونو کې ۵۰۰ کیلومتره سړکونه جوړ او ۴۰۰ کیلومتره بیارغول شوي
Sources
Afghan sources
کابل ښاروالي: په پنځو کلونو کې ۵۰۰ کیلومتره سړکونه جوړ او ۴۰۰ کیلومتره بیارغول شوي