EnglishHealthKabulافغانستان

کابل کې تېره میاشت د سرغړونو له امله ۱۲۸ درملتونونه تړل شوي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-26 10:08:11🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېره زمري میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د اسنادو نشتوالي، خپل‌سري انتقال، د تخنیکي مسوول او پر درملو د بیو سټېکرونو نشتوالي له امله ۱۲۸ درملتونونه تړل شوې دي. د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د څارنې او پلټنې مسوولینو د روان کال د زمري میاشتې په جریان کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۷۲۱ درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ. سرچینې زیاته کړې، د ترسره شوي نظارت په پایله کې ۲۲ درملتونونه د قانوني اسنادو نشتوالي، ۴ د خپل‌سري انتقال، ۲۰ د تخنیکي مسوول نشتوالي او ۳۴ د درملو د بیو سټیکر نه لګولو له امله وتړل شول. دغه وزارت ویلي، همدارنګه ۴۸ بابه درملتونونه د GSK شرکت د درملو موجودیت له امله وتړل شول. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۷۰۸ قلمه د GSK شرکت درمل او قاچاقي درمل راټول او د له منځه وړو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول. د معلوماتو له مخې، GSK د درملو او واکسینونو یوه برېټانوي کمپنۍ ده چې د بېلابېلو ناروغیو لپاره درمل جوړوي.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-26 10:08:11

Timeline

  1. Pajhwok

    کابل کې تېره میاشت د سرغړونو له امله ۱۲۸ درملتونونه تړل شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-26 14:34:42

کابل کې تېره میاشت د سرغړونو له امله ۱۲۸ درملتونونه تړل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button