کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي چې په کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰ جریب ځمکه د اختصاصي محمکې د شرعي پرېکړې پر بنسټ امارتي تثبیت شوې او پېرودونکي (اوسني متصرفین) کولای شي د ځمکې د بیې او زیان ترلاسه کولو لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي. عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د روان کال د وري میاشتې په ۳۱مه د کابل ښار په شپږمه او دیارلسمه ناحیو کې د «امید سبز» ښارګوټي په نوم د ۱۵۰۷.۴۹ جریب ځمکې په اړه د بېلابېلو ادارو د اسنادو، مدارکو او معلوماتو له دقیقې بررسۍ وروسته پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه امارتي ده. سرچینې زیاته کړې، د یادې پرېکړې پر بنسټ، دا ځمکه په پنځو کادستري قطعو کې د دولت په نوم ثبت او سروې شوې او حقیقي یا حکمي اشخاصو ته نه ده لېږدول شوې. عدلیې وزارت لیکلي، د اختصاصي محکمې په دې شرعي پرېکړه کې راغلي چې یاده ځمکه دې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپارل شي او پېرودونکي (اوسني متصرفین) کولای شي د ځمکې د بیې او زیان ترلاسه کولو لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي. خبرپاڼه کې راغلي، له همدې امله، د ځمکو د غصب د مخنیوي…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي ځمکه امارتي تثبیت شوه
Sources
Afghan sources
کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي ځمکه امارتي تثبیت شوه