DevelopmentKabulافغانستانپښتو

کابل کې د «برم» په نوم نوی څېړنیز مرکز پرانیستل شو — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-17 11:22:12🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): په کابل کې د «برم» په نوم د څېړنو او نوښت خصوصي مرکز پرانیستل شو؛ مسوولین وایي، دغه مرکز به د هېواد د بېلابېلو ستونزو په اړه علمي څېړنې کوي او د څېړنیزو موندنو پر بنسټ به د حل‌لارو او عامه پالیسیو په جوړولو کې ونډه اخلي. په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د برم د څېړنو او نوښت مرکز اجرائیوي رییس محمدبشیر ظفري وویل، دغه مرکز یو خپلواک، غیرانتفاعي علمي او څېړنيز مرکز دی چې د اسلامي شریعت، نافذه قوانینو او اړوندې اساسنامې د احکامو په رڼا کې به فعالیت کوي. هغه وویل چې اوسنۍ نړۍ له چټکو بدلونونو او پېچلو ننګونو سره مخ ده، اغېزناکې پرېکړې کره معلوماتو، علمي شواهدو او نوښتګرو نظریاتو ته اړتیا لري، برم د همدې اړتیا پوره کولو لپاره رامنځته شوی، څو د افغانستان واقعي ستونزې او فرصتونه په علمي ډول وپېژني، شواهد او کره معلومات تحلیل کړي، د علم او عمل ترمنځ واټن راکم کړي او د څېړنيزو موندنو پر بنسټ عملي باوري او د تطبیق وړ حل لارې وړاندې کړي. هغه زیاته کړه چې د دغه مرکز اساسي فعالیتونه د علمي، تطبیقي او ستراتیژیکو څېړنو او مطالعاتو ترسره کول، د عامه پالیسیو او پرمختيايي طرحو چمتو کول، د علمي کنفرانسونو جوړول او د علمي مقالو، کتابونو،مجلو، راپورونو او نورو علمي اثارو چمتو کول او خپرول، د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-09-17 11:22:12

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کابل کې د «برم» په نوم نوی څېړنیز مرکز پرانیستل شو

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-17 15:41:29

کابل کې د «برم» په نوم نوی څېړنیز مرکز پرانیستل شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button