EconomyEnglishKabulافغانستان

کابل کې د حلبي ‌سازۍ پخوانی هنر لا هم د ګټې کار دی… — Amu TV

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-13 22:47:10🎙 Listen to radio

په کابل کې یو شمېر حلبی‌سازان آمو ته وايي، سره له دې چې د ترکي بخاریو او بهرنیو توکو وارداتو یې پر کاروبار منفي اغېز کړی، خو لا هم د لاسي صنایعو دغه پخوانۍ پیشه د دوی د کورنیو د لګښتونو پوره کولو او کار موندنې یوه مهمه سرچینه ده. د کابل د مهدیه ښارګوټي یو تن حلبی‌ساز حسین، چې له ۱۷ کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، وايي چې دا هنر یې له خپل پلاره زده کړی دی. نوموړی زیاتوي: «د حلبی‌سازۍ کار ښه دی، خو ترکي توکو یو څه خراب کړی، مګر بیا هم ښه دی. دا کار زما د کورنۍ ورځني لګښتونه پوره کوي او زما د خپلې خوښې مسلک دی؛ د پردي له مزدورۍ ډېر ښه دی.» په همدې حال کې یو بل حلبی‌ساز نعمت‌الله، چې درې میاشتې وړاندې یې خپل کار پیل کړی، د بازار وضعیت د ډاډ وړ بولي او له خلکو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ غوښتنه کوي. نعمت الله آمو ته وايي: «تر اوسه زموږ د کار اصلي موسم نه دی پیل شوی، خو بیا هم کار ښه دی. دا وطني تولید دی او هر کله چې تولید وطني وي نو جنس خامخا ښه وي؛ خلک باید له وطني تولیداتو ګټه واخلي، ځکه په دې سره د هېواد اقتصاد هم پیاوړی کېږي.» بلخوا، هاشم چې په کرایي دوکان او پور…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-13 22:47:10

Timeline

  1. Amu TV

    کابل کې د حلبي ‌سازۍ پخوانی هنر لا هم د ګټې کار دی | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-13 19:59:35

کابل کې د حلبي ‌سازۍ پخوانی هنر لا هم د ګټې کار دی | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button