سرچینې وايي، د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند ځواکونو په کابل کې د خاتمالنبیین علمیه حوزه، چې د شیعهوو له مهمو دیني مرکزونو څخه ده، له دوو ورځو محاصرې وروسته تخلیه او ودانۍ یې نیولې ده. د حوزې یو شمېر زدهکوونکو هم د دې موضوع پخلی کړی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ ودانۍ ته ننوتل او د خپلې ولکې لاندې یې راوسته. د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې. تر دې وړاندې د خاتمالنبیین علمیه حوزې د بنسټګر، ارواښاد آیتالله محمدآصف محسني زوی، محمدجواد محسني ویلي وو چې د طالبانو له لوري له دې مرکز سره شوی چلند مذهبي او سیاسي انګېزې لري. د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم د طالبانو دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې پر هزارهوو او شیعهوو د فشارونو له لارې د هغوی د حضور او فعالیتونو محدودولو هڅې روانې دي. د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د دې حوزې ۲۴ زدهکوونکي او استادان هم نیولي دي. د تمدن ټلویزیون، چې له دې حوزې سره تړاو لري، ویلي چې د شیعهوو له مشهورو څېرو څخه سید یوسف ګردیزي او یو شمېر نور کسان هم د وضعیت د حل لپاره له یوې غونډې وروسته نیول شوي دي. خاتمالنبیین علمیه حوزه په کابل کې د شیعهوو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
کابل کې د خاتمالنبیین علمیه حوزه د طالبانو له لوري نیول شوې + راپور
منابع
External sources
کابل کې د خاتمالنبیین علمیه حوزه د طالبانو له لوري نیول شوې + راپور