KabulSportsافغانستانپښتو

کابل کې د رزمي ورزشونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ پیل شوې — Bakhtar

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-10 22:42:03🎙 راډیو واورئ

Summary: د رزمي ورزشونو د مرکز زون د اتلولۍ سیالۍ د رزمي ورزشونو فدراسیون له لوري او د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ، په کابل کې د پنځو ولایتونو د ۲۵۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغو سیالیو کې ورزشکاران په اتو وزنونو کې له یو بل سره سیالي کوي او هڅه کوي، چې د غوره پایلو په ترلاسه کولو سره د رزمي ورزشونو راتلونکو سیالیو ته لار ومومي.ټاکل شوې، یادې سیالۍ درې ورځې دوام وکړي او په پای کې به ۱۶ غوره ورزشکاران د رزمي ورزشونو کورني لیګ سیالیو ته وټاکل شي.د مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د رزمي ورزشونو د غوره ورزشکارانو پېژندنه او ټاکنه، د کورني لیګ سیالیو لپاره د هغوی چمتو کول او د هېواد له بېلابېلو زونونو څخه له غوره ورزشکارانو سره د سیالۍ له لارې د هغوی د وړتیاوو لوړول دي.تمه ده، د مرکز زون له سیالیو وروسته غوره شوي ورزشکاران د رزمي ورزشونو په کورني لیګ کې له نورو زونونو څخه له غوره شویو ورزشکارانو سره سیالۍ وکړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-08-10 22:42:03

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کابل کې د رزمي ورزشونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-10 11:32:18

کابل کې د رزمي ورزشونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button