HealthKabulافغانستانپښتو

کابل کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې روغتون پرانیستل شو

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-02 09:42:31🎙 راډیو واورئ

زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د زړه د سوري ناروغۍ د درملنې یو ځانګړی روغتون پرانیستل شو؛ داسي روغتون چې چارواکي وایي، د زرګونو ماشومانو د ژوند ژغورلو او د هېواد د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي. دا روغتون د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د شپږ نیم میلیونه ډالرو په لګښت په کابل کې جوړ شوی دی. د ياد روغتون رئیس، عبدالولي اتمانزی، وایي چې د دغه مرکز په فعالېدو سره به په هېواد کې د زړه د سوري ناروغانو د تشخیص او درملنې ظرفیت لوړ شي او ډېر ماشومان به د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته له تګ څخه بې‌نیازه شي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په دې روغتون کې به زرګونه اړمن ماشومان، چې د زړه د سوري او نورو قلبي ناروغیو له امله ځورېږي، په وړیا توګه او د تخصصي معیارونو له مخې درملنه ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون د نړیوالو معیارونو له مخې جوړ شوی او په پرمختللو او عصري طبي تجهیزاتو سمبال دی. د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، هم د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د جګړو او ناخوالو له امله هېواد ته ګڼ زیانونه اوښتي، خو د داسې روغتیايي مرکزونو جوړېدل د خلکو د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-02 09:42:31

مهالوېش

  1. Parstoday

    کابل کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې روغتون پرانیستل شو

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-02 09:39:03

کابل کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې روغتون پرانیستل شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button