Summary: د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسیون له لوري د کابل ښار د ټولو زونونو او درېیو ولسوالیو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ تشویقي سیالۍ پیل شوې. دغه سیالۍ د سوک وهنې فدراسیون په جمنازیوم کې د لویانو په عمري کټګورۍ او لسو بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره کېږي.ټاکل شوې ده، چې د دغو سیالیو په پای کې لس غوره سوک وهونکي وپېژندل شي او د سوک وهنې راتلونکو سیالیو ته غوره شي.د دغو سیالیو موخه د سوک وهنې وده، د ورزشکارانو د وړتیاوو ارزونه او د غوره استعدادونو پېژندل دي.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-11-17 12:42:10
مهالوېش
-
Bakhtar
کابل کې د سوک وهنې تشویقي سیالۍ پیل شوې