افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلي مکتوب له مخې، د طالبانو رییسالوزرا په بدخشان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دفاع وزارت او استخباراتو ګډه عملیاتي طرحه تایید کړې، چې د پلي کېدو لپاره پکې د ۵۰ میلیونه افغانیو بودجه غوښتل شوې ده. دغه وزارت د سېشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د سالنګونو د بیارغونې د چارو د اسانه او خوندي ترسره کېدو لپاره شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، د تړل کېدو موده به تر بلې خبرتیا پورې دوام ولري او یوازې درانه بار وړونکي موټر به د دغې لارې له کارولو منع وي. سالنګ لویه لار، چې د افغانستان شمال او سویل سره نښلوي، د هېواد له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي او د دې لارې هر ډول محدودیت د سوداګریزو توکو پر لېږد او تګ راتګ اغېز کولی شي. حنفي دغه څرګندونې د کابل د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د ډاکټرانو لپاره د «طبابت خدمتونو د کیفیت لوړولو» په سیمینار کې کړې دي. هغه ویلي، د اوږدو جګړو له امله د هېواد روغتیايي سکټور له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او د طبي تجهیزاتو کمښت او د متخصصو کادرونو نشتوالي د روغتیايي خدمتونو کیفیت اغېزمن کړی دی. د طالبانو د اداري مرستیال په وینا، د طبابت د اخلاقو رعایت د ډاکټر او ناروغ ترمنځ د باور…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې
Sources
Afghan sources
طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې