HealthKabulافغانستانپښتو

کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-26 11:07:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۵): روغتیايي مسوولین وايي چې په کابل کې د اوبو دوه تولیدي شرکتونه د ځینو اړینو معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوي؛ په همدې حال کې کارپوهان وايي، د اوبو پاکوالی یوازې دا نه تضمینوي چې معدني یا بوتلي دي، د اوبو کیفیت باید د لابراتواري ازموینې او له روغتیايي معیارونو سره د مطابقت له مخې وارزول شي. د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د ځینو بسته‌بندي شوو اوبو او هغو اوبو د کیفیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې په زرنجونو کې پلورل کېږي؛ خو د مصرفوونکو تجربې او ادعاوې په یوازې ځان د اوبو ککړتیا یا د ناروغۍ لامل نه شي ثابتولای او د داسې مواردو د تایید لپاره تخصصي ازموینو ته اړتیا ده. په هېواد کې د اوبو د تصفیې ۷۰ لوی شرکتونه فعالیت کوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند قاري محمداصف الیاس وايي چې اوس‌مهال په ټول هېواد کې د اوبو د تصفیې ۷۰ لوی شرکتونه فعالیت کوي. د هغه په خبره، د هغو کوچنیو کارخونو شمېر چې اوبه تصفیه کوي او بیا یې په ټانکرونو یا زرنجونو کې پلوري، له دوی سره نشته. یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، هم وویل چې ډېری دغه کوچنۍ کارخونې له ثبت او راجستر پرته فعالیت کوي. د بسته‌بندي شوو اوبو د کیفیت په اړه د مصرفوونکو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-26 11:07:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-26 15:35:03

کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button