کابل — د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون نن په کابل کې د ایران د سفیر عليرضا بیکدلي او یو شمېر افغان چارواکو په حضور کې پرانیستل شو. د ایران سفیر وویل، په دغه نندارتون کې د ایران ۵۵ شرکتونه ګډون کوي چې ۳۵ شرکتونو ته ځانګړې غرفې جوړې شوې او ۲۰ نور شرکتونه د نندارچیانو په توګه برخه لري. بیکدلي د نندارتون پرانیسته په افغانستان کې د پرمختګ او امنیت نښه وبلله او ویې ویل، ایران له افغانستان سره د همکاریو او د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپلې ژمنې په عملي توګه څرګندوي. هغه زیاته کړه چې د ایران یو شمېر لوړپوړي چارواکي به هم د نندارتون د لیدنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي. په همدې حال کې، د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د افغانستان د اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره مهم وبلل. نظري وویل، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او له سیمهییزو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا کولای شي د هېواد اقتصادي وده لا پیاوړې کړي. د چارواکو په وینا، دغه نندارتون د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لپاره د خپلو تولیداتو، محصولاتو او خدماتو د معرفي کولو ترڅنګ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پانګونې د فرصتونو د رامنځته کېدو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
کابل کې د کرنې نړیوال نندارتون؛ د ایران ۵۵ شرکتونه ګډون کوي + غږیز را پور
سرچینې
External sources
کابل کې د کرنې نړیوال نندارتون؛ د ایران ۵۵ شرکتونه ګډون کوي + غږیز را پور