KabulNewsافغانستانپښتو

کابل کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ لسګونو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره… — Pajhwok

روان خبرNewsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-20 10:48:01🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د کابل ښار د چهل‌دختران سیمې په یوه کوچني زاړه کور کې چې په لرګیو پوښلي چتونه لري، هره ورځ له سلو ډېر ماشومان د زده‌کړو لپاره راټولېږي؛ هغه ښوونیز مرکز چې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ یې د رضاکارو ښوونکو په همکارۍ اداره کوي. پژواک خبري اژانس دا ځل د «ائینۀ زن» خپرونه کې د هغې نجلۍ کیسه رااخلي چې د نجونو ښوونځیو له شپږم د پورته ټولګیو له تړل کېدو وروسته خپلو زده‌کړو ته دوه کاله په انلاین بڼه دوام ورکړ او ترڅنګ یې د خپلې سیمې له زده‌کړو بې‌برخې ماشومانو ته یو ښوونیز مرکز هم جوړ کړ. د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د چهل‌دختران غره اوسېدونکې سمیرا احمدي وایي: «وروسته له هغه چې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ټولګي وتړل شول، ومې کولای شول د خپلو زده‌کړو پاتې دوه کاله په انلاین ډول دوام ورکړم، سږ کال مې د کاناډا له یوه کالجه بورس هم ترلاسه کړ او اوس هم په انلاین ډول زده‌کړې کوم.» سمیرا وایي، له ماشومتوبه یې لېوالتیا لرله چې ښوونکې شي او تل یې فکر کاوه چې څنګه دې موخې ته ورسېږي. هغه چې تر لسم ټولګي پورې یې د کابل د دشت برچي سیمې په سیدالشهدا لېسه کې زده‌کړې کړې، وایي: «د ۱۴۰۰ کال د غويي په ۱۸مه زموږ په ښوونځي کې یوه پېښه وشوه چې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-07-20 10:48:01

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کابل کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ لسګونو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-20 15:15:03

کابل کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ لسګونو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button