EnglishKabulNewsافغانستان

کالیفورنیا کې ځنګلي اورونو کورونه سوځولي او زرګونه کسان یې بې‌ځایه کړي دي — Pajhwok

DevelopingNewsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-17 04:47:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سوېلي برخه کې د سختو بادونو له امله خپاره شوي ځنګلي اور لږ تر لږه شپږ کورونه سوځولي او زرګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اور چې «نورټې» نومېږي، د جمعې په ورځ د اورنج کاونټي په سان‌کلیمینټې ښار کې پیل شوی او د سختو «سانتا انا» بادونو له امله سان‌خوان کاپیسترانو ښار ته غځېدلی دی. د اورنج کاونټي د اوروژنې ادارې مشر ټي‌جي مک‌ګاورن ویلي، د جمعې تر شپې پورې شاوخوا ۱۶ زره کسانو ته د خپلو کورونو د پرېښودو امر شوی و. د راپور له مخې، یو شمېر اوسېدونکو د اور له خپرېدو سره سم خپل کورونه پرېیښي او په سان‌کلیمینټې او سان‌خوان کاپیسترانو ښارونو کې د بې‌ځایه شویو لپاره لنډمهالي مرکزونه پرانیستل شوي دي. چارواکو ویلي، د اوروژنې دوه کارکوونکي د سختې ګرمۍ له امله زیانمن شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي. د سان‌کلیمینټې ښاروال ریک لوفلر ویلي، که بادونه لږ نور هم سخت وای یا یې لوری بدل شوی وای، ښايي د اور زیانونه ډېر زیات شوي وای. د اسوشېټېډ پرېس د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د «هېنډرسن» په نوم بل اور هم د کمپ پنډلټن پوځي اډې ته څېرمه خپور شوی او د امریکا د پنځمې…

Quick facts

LocationKabul
TopicNews
Sources1
Updated2026-10-17 04:47:02

Timeline

  1. Pajhwok

    کالیفورنیا کې ځنګلي اورونو کورونه سوځولي او زرګونه کسان یې بې‌ځایه کړي دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-17 09:16:16

کالیفورنیا کې ځنګلي اورونو کورونه سوځولي او زرګونه کسان یې بې‌ځایه کړي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button