EnglishKabulSportsافغانستان

کاناډا سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د فوټبال نړۍوال جام د… — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-06-30 01:31:10🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۵):د کاناډا د فوټبال ملي لوبډله، چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام له کوربه هېوادونو څخه ده، سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتله. د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب روانې دي. د راپورونو له مخې، کاناډا د لوبې په وروستیو دقیقو کې د یوه ګول په وهلو سره سوېلي افریقا ته یو پر صفر ماتې ورکړه او د لومړۍ لوبډلې په توګه یې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه. سټیفن اوستاکیو په ۹۲مه دقیقه کې د لوبې یوازینی ګول وواهه او کاناډا ته یې ارزښتناکه بریا ورپه برخه کړه. کاناډايي لوبغاړو په لومړۍ نیمایي کې هم د ګول وهلو ښې موقعې لرلې او د مویس بومبیټو ضربه تر دې چې دروازې ته ننوځي، د سوېلي افریقا مدافعینو د ګول‌لاین له مخې بېرته وګرځوله. کاناډا به د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې د هالنډ او مراکش د لوبې له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي؛ هغه لوبه چې د دوشنبې په ورځ ترسره کېږي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-06-30 01:31:10

Timeline

  1. Pajhwok

    کاناډا سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د فوټبال نړۍوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتله

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-29 15:28:52

کاناډا سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د فوټبال نړۍوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتله

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button