HealthKabulافغانستاندری

کانګو کې پر اېبولا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲ زرو واوښت — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-26 17:25:08🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، په کانګو کې پر اېبولا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲ زرو اوښتی او د دې ناروغۍ د مهارولو هڅې له ستونزو سره مخ شوې دي. دغه ناروغي د روان کال د مې میاشتې په نیمايي کې د کانګو د شمال ختیځ ایتوري ولایت کې خپره شوه او تر اوسه د دغه هېواد اتو ولایتونو ته خپره شوې ده. د راپور له مخې، د اېبولا د دې بڼې لپاره تر اوسه کومه تایید شوې درملنه یا واکسین نشته. د یادې ناروغۍ د بڼې په پېژندلو کې ځنډ، وسله‌والې شخړې او د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د دې لامل شوي چې ناروغي په چټکۍ خپره شي. دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د سپوږمکۍ انځورونو شننه ښيي، د دغه هېواد په دوو تر ټولو ډېرو اغېزمنو سیمو کې ښايي د مړینو رسمي شمېرې تر واقعي شمېرو ډېرې ټیټې وي. دا د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په لوېدیځه افریقا کې د اېبولا له خپرېدو وروسته، د یادې ناروغۍ دویمه لویه او تر ټولو مرګونې پېښه بلل کېږي. په هغه وخت کې له ۲۸ زرو او ۶۰۰ ډېر کسان پرې اخته شوي او تر ۱۱ زرو ډېر مړه شوي وو.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-26 17:25:08

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کانګو کې پر اېبولا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲ زرو واوښت

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-26 21:53:35

کانګو کې پر اېبولا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲ زرو واوښت

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button