Englishافغانستانامنیتکاپیسا

کاپيسا کې یوې ۸ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو — Bakhtar

DevelopingSecurityکاپیسا1 SourcesUpdated: 2026-09-01 13:08:45🎙 Listen to radio

Summary: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په کاپیسا ولایت کې د یوې اته کلنې دښمنۍ د پای ته رسولو خبر ورکړی دی. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د کاپيسا ولايت په اله سای ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتو کلونو په دوام اوږدمهالې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دغې دښمني په پايله کې له يوه لوري څخه يوتن وژل شوی و، ګڼ مالي تاوانونه ورته رسېدلي وو او د لويو اختلافاتو له کبله يې ترمنځ ګڼې ناخوالې موجودې وې، چې مسوولينو په خپل منځګړيتوب د څو ناستو په ترڅ کې د دوستي ژوند ته راوګرځول او ياده دښمني يې پای ته ورسېده.سرچینې زیاته کړې، چې له روغې جوړې وروسته د دواړو اړخونو مشرانو د اسلامي امارت د مسوولينو د هڅو قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به ژوند په سوله او ورورولي کې تېروي.

Quick facts

Locationکاپیسا
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-01 13:08:45

Timeline

  1. Bakhtar

    کاپيسا کې یوې ۸ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-01 10:06:44

کاپيسا کې یوې ۸ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button