Summary: د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د دغه ولایت په مرکزي جمنازیوم کې د اتو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د یونیفایټ سبک تشویقي سیالۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې له پروان، پنجشېر، کابل، زابل، ننګرهار، بغلان، میدان وردګ او کاپیسا ولایتونو څخه ورزشکارانو ګډون کړی و او سیالۍ یې په بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره کړې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.د باختر اژانس د خبر له مخې، د سیالیو په پایله کې د کاپیسا لوبغاړو د ډېرو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، د کابل ورزشکارانو دویم او د پروان لوبغاړو درېیم مقام خپل کړ.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-02 13:17:11
مهالوېش
-
Bakhtar
کاپیسا کې د اتو ولایتونو د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ د یونیفایټ رزمي لوبو سیالۍ ترسره شوې
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-02 11:19:11
کاپیسا کې د اتو ولایتونو د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ د یونیفایټ رزمي لوبو سیالۍ ترسره شوې