Summary: د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د انارو فرهنګي جشنواره د کرنیزو محصولاتو د پېژندنې، د بڼوالو د ملاتړ او د هغوی محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه جوړه شوې وه. دغه جشنواره د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ځایي مسوولینو، بڼوالو، شاعرانو، فرهنګیانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو په ګډون جوړه شوې وه، چې پکې د انارو بېلابېل ډولونه او اړوند محصولات نندارې ته وړاندې شول. د تګاب ولسوال مولوي مرتضی خالد د جشنوارې ګډونوالو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، چې د تګاب بېدانه انار په هېواد کې ځانګړی شهرت لري او ښه کیفیت لري. نوموړي د اوبو کمښت او د مناسب بازار نشتوالی د بڼوالو له اساسي ستونزو څخه وبلل او ویې ویل، چې مشران او مسوولین هڅه کوي، څو په راتلونکي کې د بڼوالو د اوبو کمښت ستونزه هواره شي. ورته مهال، د تګاب د انارو د سوداګرو په استازیتوب نور سعید وویل، چې د بڼوالو د محصولاتو د ساتنې او بازار موندنې په برخه کې باید لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو بڼوال وکولای شي خپل محصولات په مناسب ډول وساتي او بازار ته یې وړاندې کړي. د جشنوارې په دوام کې یو شمېر شاعرانو خپل شعرونه وړاندې کړل او د نندارې برخه یې هم د ګډونوالو له هرکلي سره مخ شول. د یادونې وړ ده، چې هر کال په کاپیسا کې د کرنیزو او فرهنګي ظرفیتونو د معرفي او د بڼوالو د هڅونې په موخه د انارو، چهارمغزو، جلغوزیو او پنیر په ګډون بېلابېلې جشنوارې جوړېږي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کاپیسا کې د انارو فرهنګي جشنواره جوړه شوه