KabulPoliticsافغانستاندری

کرزي یو ځل بیا د نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-10 10:42:33🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې او پرمختګ لپاره د علم نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ټولنې د ثبات، پرمختګ او هوساینې په ټینګښت کې د علم او پوهې پر ارزښت ټینګار کړی او د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. د یادونې ده، د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري سازمان له خوا د نومبر لسمه د «سولې او پرمختګ په خدمت کې د علم نړۍواله ورځ» نومول شوې ده. حامد کرزي د دې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې افغانستان هم د نورو بشري ټولنو په څېر علم او پوهې ته اړتیا لري. هغه ویلي: «زموږ هېواد هغه مهال کولای شي د بهرنیانو له احتیاجه خلاص شي، پر خپلو ستونزو بریالی شي او پرمختګ وکړي چې ټولو وګړو ته یې د زده‌کړو او تحصیل یو شان زمینه برابره وي.» پخواني ولسمشر د همدې موخې لپاره یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان د علم او پوهې په ګاڼه د خپلو اولادونو په سمبالولو سره پرمختګ او هوساینې ته رسېدای شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-10 10:42:33

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کرزي یو ځل بیا د نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-10 15:09:44

کرزي یو ځل بیا د نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button