KabulSportsافغانستانپښتو

کرکټ؛ افغانستان له بنګله‌دېش او زمبابوې سره ټېسټ، یو ورځنۍ او شل‌اوریزه لوبې… — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 07:27:18🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د روان کال په اکټوبر او نومبر میاشتو په لړ کې د بنګله‌دېش او زمبابوې له ملي لوبډلو سره ټېسټ، یو ورځنۍ او شل‌اوریزه نړۍوالې لوبې ترسره کوي. کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې لوبې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ په یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه پیل شي چې د اکټوبر میاشتې له ۹مې تر ۱۳مې پورې به ترسره شي. سرچینه زیاتوي، د بنګله‌دېش پر وړاندې له یوازېنۍ ټېسټ‌لوبې وروسته به د همدې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو لوبو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې پورې به دوام ولري. خبرپاڼه کې راغلي، د درې اړخیزې لوبلړۍ له پای ته رسېدو وروسته به افغان لوبډله له زمبابوې سره درې شل‌اوریزه نړۍوالو لوبې ترسره کړي. کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله به له زمبابوې سره لومړۍ شل‌اوریزه لوبه د اکټوبر په ۲۷مه، دویمه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۹مه او درېیمه لوبه به د نومبر په لومړۍ له زمبابوې سره ترسره کړي. سرچینې ویلي، افغانستان او زمبابوې به له شل‌اوریزو لوبو وروسته دوه ټېسټ‌لوبې ترسره کړي چې لومړۍ لوبه به یې د نومبر میاشتې له پنځمې تر نهمې ترسره شي. همدارنګه دویمه ټېسټ‌لوبه به د نومبر میاشتې له ۱۳مې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 07:27:18

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کرکټ؛ افغانستان له بنګله‌دېش او زمبابوې سره ټېسټ، یو ورځنۍ او شل‌اوریزه لوبې کوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-08 11:54:54

کرکټ؛ افغانستان له بنګله‌دېش او زمبابوې سره ټېسټ، یو ورځنۍ او شل‌اوریزه لوبې کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button